د اوبو او انرژي وزارت د تخنیکي مسؤولینو او د تاتارستان هېواد د تخنیکي پلاوي تر منځ د اوبو او انرژي په پروژو کې د ګډو همکاریو د برابرولو په موخه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۳:۵۶
Energy

دغهٔ لیدنهٔ نن ( د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري د میاشتې په ۱۵مه) د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب او د تاتارستان هېواد د صنعت او تجارت وزارت معین ښاغلي مینیبیف مراد فیض رخمانوویچ او د دواړو لورو د یو شمېر تخنیکي مسؤولینو په شتون کې د دغه وزارت د انرژي معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

د غونډې په دوام کې دواړو خواوو د اوبو او انرژي په پروژو کې د همکاریو د پیل د څرنګوالي، د پروژو د اطلاعاتو تبادلې او د اړینو همغږیو د رامنځته کولو په تړاو بحث او د اندونو تبادله وکړه.

دواړو خواوو د دغو همکاریو ترسره کول په افغانستان کې د بهرنیو پانګونو د پراختیا لپاره او د اوبو او انرژي پراختیايي پروژو د پلي کولو لپاره آړین وبلل او ژمنه یې وکړه چې د دغې مشترکې موخې د رښتیا کولو لپاره به خپلې ټولې هڅې په کار واچوي.

د یادونې وړ ده چې دغهٔ لیدنهٔ د افغانستان د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست او د تاتارستان د صدراعظم د مرستیال د پرونۍ لیدنې وروسته ترسره شوه چې په هغې کې د تاتارستان له لوري په افغانستان کې د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې لپاره جدي لېوالتیا اعلان شوې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu