د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د آریا افغان خیریه بنسټ له مسؤل او د اقتصادي چارو له یوه کارپوه سره وکتل

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۷ - ۱۷:۲۵
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف د خپل کار په دفتر کې د آریا افغان خیریه بنسټ له مسؤل ښاغلي انجنیر انس او د کابل پوهنتون د پخواني استاد او د اقتصادي چارو کارپوه ښاغلي شیر آغا بیانزي سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، په هیواد کې د انرژي د پراختیا، د انرژي د پراختیا له لارې د هیواد د اقتصاد د ودې او په افغانستان کې د انرژي د تولید د پراختیا په برخه کې د خصوصي سکتور د پانګونې پر ارزښت بحث او د نظر تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله عارف په افغانستان کې د انرژي د تولید په برخه کې د شته سرچینو او ظرفیتونو په هکله خبرې وکړې او د انرژي سکتور په برخه کې یې د هر ډول همکاري څخه هر کلی وکړ، او ټینګار یې وکړ چې ګډه همکاري باید په عملي ډول پيل شي.

په ورته وخت کې، ښاغلي بیانزي د ملي او نړیوالو خصوصي سکتورونو د پانګونې د اهمیت او د برېښنا د پراختیا په برخه کې د هغې د رول په اړه خبرې و کړې او د اوبو او انرژي وزرات معین ته یې د پانګوالو د جلبولو په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

بیرته تګ

User account menu