د اوبو او انرژي وزارت دکورنۍ پلټنې رئيس د کنړ سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره وکتل

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۷ - ۱۰:۵۹
1

د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي فضل الرحمن سعید او ورسره مل پلاوي کنړ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د کنړ سیندیزې فرعي حوزې له رئيس محترم مولوي دوست محمد حنفي او د نوموړې حوزې له کارمندانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د کورنۍ پلټنې رئيس د اسلامي شریعت له نظره د پلټنې د پروسې په هکله هر اړخیزې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې په ټولو چارو کې مو باید روڼتیا شتون ولري. هغه د نوموړې سیندیزې حوزې کارمندان په اسلامي نظام کې کارکولو ته وهڅول

په ورته مهال، د کنړ سیندیزې فرعي حوزې رئيس د دغه وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس ته د دغې حوزې د کړنو، فرصتونو، وړتیاوو، ستونزو او د اوبو او انرژي په برخه کې د شته پوتنشیال په هکله بشپړ معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان ولایت قرغیو ولسوالي اړوند د عزیزخان کڅ بولډروال جوړونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي د تخنیکي ټیم په ملتیا د پروژې له روانو چارو څخه نظارت او ارزونه وکړه. د لیدنې پر مهال د پروژې کیفیت، تخنیکي معیارونه او د کار پرمختګ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

پکتیکا کې له لسو کلونو وروسته وچ کاریز بېرته فعال شو.

پکتیکا ولایت د ګومل ـ پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې مسؤلین وایي، د یوسف‌خېلو ولسوالي د خیربین سیمې «ګاري کاریز» چې له تېرو لسو کلونو راهیسې وچ شوی وو،  په سیمه کې د وهل شوو برمو د بندولو له. . .

بیرته تګ

User account menu