د اوبو او انرژي وزارت او عزیزي انرژي شرکت د تخنیکي مسؤلینو ترمنځ د ګډو همکاریو د پيل په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۷:۵۵
1

نن،دوشنبه( د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۳ نېټه) د اوبو او انرژي وزارت د تخنیکي مسؤلینو او د عزیزي انرژي شرکت د استازو ترمنځ د انرژي په پروژو کې د ګډو همکاریو او همغږیو رامنځته‌کولو په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب تر مشري لاندې د سلاکارانو، رئيسانو، د وزارت د تخنیکي مسؤلینو او د عزیزي انرژي شرکت د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د انرژي پروژو د چارو پيل د څرنګوالي، د فعالیتونو پرمخ وړلو د بهیر او پروژو د لومړیتوب‌ بندي په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

همدارنګه، د ناستې په بهیر کې پرېکړه وشوه، چې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه دې سر له سبا د سرچینو او مطالعاتو د ارزونې په موخه د بېلابېلو ولایتونو د پروژو سیمو ته سفر وکړي او د خپلو ارزونو پایلې دې له وزارت سره شریکې کړي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې مخکې، د اوبو او انرژي وزارت او د عزیزي انرژي شرکت ترمنځ له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي تولید لپاره د ۱۰ زره مېګاواټه په وړتیا برېښنا د تولید د پانګونې یو تفاهم‌لیک لاسلیک شوی وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu