د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
1

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د شا و خوا دوه میلیونه امریکایي ډالرو په ټولیز ارزښت هوکړه لیک لاسلیک کړ.

محترم وزیر صاحب د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پر مهال د پي اېم اېس مؤسسې له همکارۍ او فعالیت څخه مننه وکړه، د دغه هوکړه لیک لاسلیک یې د اوبو د بنسټیزو زیربناوو د پراختیا، د اوبو سرچینو د اغېزمن مدیریت او په یاد ولایت کې د کرنې د وضعیت د ښه والي په برخه کې یو ارزښتناک ګام وباله.

د دغه هوکړه لیک له مخې، یاده مؤسسه به د ننګرهار ولایت په سپین‌غر ولسوالي کې د شا و خوا دوه میلیونه آمریکایي ډالرو په ټولیز ارزښت د اوبو اړوندې پروژې تمویل او د دوو کلونو په موده کې به بشپړې کړي.

د یادونې وړه ده، چې په دغو پروژو کې د ۱۰ چک‌ډیمونو، ۳ حوضونو، ۳ سربندونو، ۳ کانالونو جوړول او د یوه کاریز بیا رغونه شامله ده.

د دغو پروژو د پلي کولو موخه د موسمي سېلابونو کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو تغذیه او پیاوړتیا، د اوبو سرچینو د مدیریت ښه والی او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو د ظرفیت لوړول دي. د دغو پروژو په پلي کېدو سره به شاوخوا ۳۰۵ هکټاره کرنیزه ځمکه تر خړوبولو لاندې راشي او له ۱۲۰۰ څخه زیاتې کورنۍ به په مستقیم ډول ترې ګټه واخلي او سلګونو کسانو ته به کاري زمینه هم برابره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت او د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې ترمنځ د یو شمېر پروژو هوکړه لیک لاسلیک شو

۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش | ۱۴۴۸/۲/۲۰ هـ.ق

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب د جاپان د پي اېم اېس مؤسسې له استازي سره د اوبو اړوندو پروژو د تمویل او پلي کولو په موخه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو په برخه کې د دوو پروژو چارې مخ په بشپړېدو دي

۱۴۴۸/۲/۱۹هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۲هـ ل

د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د یاد ولایت په سید آباد ولسوالي کې د بدګک کلي چکډیم او د برکي کانال پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند ودانیزې چارې ۲۶ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۲/۱۹هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۱۲هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه چې په بېلابېلو برخو کې روانې دي،. . .

بیرته تګ

User account menu