د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب د انرژي په نړیوال ۱۷ فورم کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته په سفر ولاړ

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۵
۱

۲۷/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۱۸/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، نن، شنبه، د سعودي عربستان پلازمینې، ریاض ښار ته د انرژي په نړیوال ۱۷ فورم کې د ګډون په موخه روان شو.

ټاکل شوې ده، چې په دغه نړیوال فورم کې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو د وزیرانو په کچه استازي ګډون وکړي او د انرژي په برخه کې پر اړینو موضوعاتو، همکاریو، فرصتونو او د تجربو شریکولو په هکله بحث او د نظرونو تبادله وکړي.

د انرژي په دغه نړیوال فورم کې د اوبو او انرژي وزیر صاحب ګډون د انرژي په برخه کې د نړیوالو تجربو د شریکولو، د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا او د افغانستان د انرژي سکتور لپاره د همکاریو د راجلبولو لپاره یو مهم فرصت ګڼل کېږي.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۶
Background image

د کابل ښار او نږدې ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د ۱۰ کړیو څېړنیزو څاګانو د کیندنې چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۴/۲۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۱۹ هـ. ل

د کابل ښار او نږدې ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د وضعیت د ارزونې په موخه د  ۱۰  کړیو څېړنیزو څاګانو د کیندنې چارې بشپړې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۵
Background image

د اوبو او انرژي محترم وزیر صاحب د انرژي په نړیوال ۱۷ فورم کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته په سفر ولاړ

۲۷/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۱۸/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، نن، شنبه، د سعودي عربستان پلازمینې، ریاض ښار ته د انرژي په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۱۷
Background image

په کنړ ولایت کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۴۴/۴/۲۷ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۱۸ هـ.ل

د کنړ ولایت د ناړۍ ولسوالي اړوند په کرچیګل، شینګر او باټاش کلیو کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دریو شبکو چارې بشپړې او د کنړ. . .

بیرته تګ

User account menu