د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د کاپیسا ولایت له سپین ږېرو او مشرانو سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۲:۲۶
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د کاپيسا ولایت له مشرانو او سپین ږېرو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د کاپيسا ولایت مشرانو د اوبو او انرژي وزارت د رهبري د کړنو ستاینه وکړه او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر حضور ته وړاندې کړل.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د کاپيسا ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د باغ درې بند د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري او اوسمهال یې مطالعات او لومړنۍ چارې جریان لري.

ښاغلي منصور همدارنګه ټینګار وکړ، چې د کاپيسا د خلکو نورو ستونزو ته به هم د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره رسیدګي وشي.

د یادونې وړ ده، چې د کاپيسا ولایت مشرانو د اوبو او انرژي سرپرست وزیر سره تر لېدنې وروسته د دغه وزارت د مقام له سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم سره هم وکتل، چې د دغه وزارت د مقام د سلاکار له لوري هم هغوی ته ډاډ ورکړل شو چې د اوبو او انرژي وزارت د خلکو ستونزو ته متوجه دی او د هغوی د ستونزو د هوارولو په برخه کې به د پام وړ اقدامات ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان ولایت قرغیو ولسوالي اړوند د عزیزخان کڅ بولډروال جوړونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي د تخنیکي ټیم په ملتیا د پروژې له روانو چارو څخه نظارت او ارزونه وکړه. د لیدنې پر مهال د پروژې کیفیت، تخنیکي معیارونه او د کار پرمختګ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

پکتیکا کې له لسو کلونو وروسته وچ کاریز بېرته فعال شو.

پکتیکا ولایت د ګومل ـ پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې مسؤلین وایي، د یوسف‌خېلو ولسوالي د خیربین سیمې «ګاري کاریز» چې له تېرو لسو کلونو راهیسې وچ شوی وو،  په سیمه کې د وهل شوو برمو د بندولو له. . .

بیرته تګ

User account menu