د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له قومي مشرانو سره وکتل

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۱۳:۴۸
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د روحاني بابا ولسوالي له قومي مشرانو سره وکتل او له هغوی سره یې په هغه ولسوالي کې د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د روحاني بابا ولسوالي قومي مشرانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریک کړل او د برېښنا رسونې پروژې د پلي کولو، د ګاویان بند د جوړولو پروژې او په هغه ولسوالي کې د چکډمونو پروژو د پلي کولو غوښته یې وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې، د هغه ولسوالي د خلکو د سرښندونو او اتلولیو ستاینه وکړه او یووالي او خواخوږي ته  د هغوی د هڅولو ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د دغه وزارت له لوري د دوی وړاندیزونو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

بیرته تګ

User account menu