د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د میدان وردګ ولایت له والي سره وکتل

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۴:۲۰
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په داسې حال کې چې د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده هم شتون درلود، د میدان وردګ له والي محترم قاري بختیار معاذ او د هغه ولایت له یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د میدان وردګ والي د هغه ولایت د خلکو وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت له رهبري سره شریک کړل او په یاد ولایت کې یې د اوبو او برېښنا پراختیایي پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د میدان وردګ والي ته ډاډ ورکړ، چې د دغه وزارت د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د هغوی ستونزو ته رسیدګي وشي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان ولایت قرغیو ولسوالي اړوند د عزیزخان کڅ بولډروال جوړونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي د تخنیکي ټیم په ملتیا د پروژې له روانو چارو څخه نظارت او ارزونه وکړه. د لیدنې پر مهال د پروژې کیفیت، تخنیکي معیارونه او د کار پرمختګ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

پکتیکا کې له لسو کلونو وروسته وچ کاریز بېرته فعال شو.

پکتیکا ولایت د ګومل ـ پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې مسؤلین وایي، د یوسف‌خېلو ولسوالي د خیربین سیمې «ګاري کاریز» چې له تېرو لسو کلونو راهیسې وچ شوی وو،  په سیمه کې د وهل شوو برمو د بندولو له. . .

بیرته تګ

User account menu