د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ملي پراختیا شرکت له عمومي رئيس سره په لیدنه کې د دغه وزارت د پروژو د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۱۴:۵۲
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ملي پراختیا شرکت له عمومي رئيس محترم عبدالرحمن عطاش سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د اوبو بندونو په ځانګړې توګه د پلتوني بند، آغاجان بند، شفلوغ بند، سلطان ابراهیم بند او د هلمند ولایت د نهر سراج کانال پروژو جوړولو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغو پروژو حیاتي ارزښت ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د تر کار لاندې پروژو چارې دې ګړندۍ شي او هغه پروژې چې چارې یې د پيل په پړاو کې دي، هم ډېر ژر دې په عملي توګه پيل شي.

په ورته مهال، د ملي پراختیا شرکت عمومي رئيس هم ژمنه وکړه، چې نوموړی شرکت به د دغه وزارت د پروژو د چټکتیا په برخه کې د خپلو ټولو هڅو او امکاناتو څخه ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu