د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د خوست ولایت له مخورو سره د اوبو او برېښنا پروژو په هکله خبرې اترې وکړې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۶:۲۴
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له یو شمیر مخورو سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د اوبو او انرژي پراختیایې پروژو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې د یاد ولایت مخورو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت له رهبري مقام سره شریکې کړې او د پراختیایې پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هم د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره ددوی ستونزو ته د رسیدګي ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۴۰
Background image

د جلال آباد سیندیزه فرعي حوزه کې د انرژي سروې او ارزونه د مثمریت او تحفظ انرژي او پر بام باندې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب د امکان سنجي مطالعاتو د ترسره کولو په موخه ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د پایدارې انرژي عمومي ریاست اړوند د مثمریت او تحفظ انرژي ریاست تخنیکي ټیم هر یو انجنیر عبدالله موسی زی، آمر تحفظ انرژی، انجنیر شیر زمان کریمي،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۷
Background image

لغمان ولایت کې د شهیدانو غازي باغ چکډم پروژه د نږدې درې میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالي اړوند د شهیدانو غازي باغ چکډم پروژه د ۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت بشپړه او د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي، د قرغیو ولسوال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۲:۲۰
Background image

لوګر ولایت کې د شولک چکډم د جوړونې چارې د نږدې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

لوګر ولایت کې د شولک چکډم د جوړونې چارې د ۵ میلیونه، ۹۳۷ زره او ۶۶ افغانیو په لګښت د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم ډاکتر زین الله. . .

بیرته تګ

User account menu