د انرژي معینیت کارمندانو ته د اجراآتو ارزونې د څرنګوالي پرمخ وړلو په موخه ورکشاپ ترسره شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲ - ۱۲:۵
1

دغه ورکشاپ د بشري سرچینو ریاست د ادارې پراختیا او وړتیا لوړونې او د سوانح، ډیټابیس او د اجراآتو ارزونې آمریتونو له لوري د دغه ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شو.

په دغه ورکشاپ کې، د اوبو او انرژي وزارت د بشري سرچینو متخصصینو د ارزونې د ډولونو، د ارزونې د ارزښت، د ارزونې د فورمونو ډکولو د څرنګوالي، د غونډو د جوړولو د ډول او کارمندانو ته د نومرو ورکولو د څرنګوالي په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.

د یادونې وړ ده، چې دغه ورکشاپ دوام لري او ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې د وزارت ټولو کارمندانو ته د اجراآتو د ارزونې په هکله اړینې زده کړې ورکړل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان ولایت قرغیو ولسوالي اړوند د عزیزخان کڅ بولډروال جوړونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي د تخنیکي ټیم په ملتیا د پروژې له روانو چارو څخه نظارت او ارزونه وکړه. د لیدنې پر مهال د پروژې کیفیت، تخنیکي معیارونه او د کار پرمختګ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

پکتیکا کې له لسو کلونو وروسته وچ کاریز بېرته فعال شو.

پکتیکا ولایت د ګومل ـ پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې مسؤلین وایي، د یوسف‌خېلو ولسوالي د خیربین سیمې «ګاري کاریز» چې له تېرو لسو کلونو راهیسې وچ شوی وو،  په سیمه کې د وهل شوو برمو د بندولو له. . .

بیرته تګ

User account menu