د انرژي معینیت او د هېواد انرژي شرکت د مسؤلینو ترمنځ په غور ولایت کې د 1.859 میلیارده افغانیو په ارزښت د برېښنا له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې په هکله ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۵:۱
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد، د غور والي محترم ملا احمد شاه دین دوست ، د انرژي معینیت د رئيسانو، تخنیکي مسؤلینو او د هېواد انرژي شرکت د مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه او د هېواد انرژي شرکت له لوري د  1.859 میلیارده افغانیو په ارزښت له اوبېزو، بادي او لمریزو سرچینو څخه د برېښنا انرژي د تولید په هکله بحث او اندونو تبادله وشوه.

په دغه ناسته کې، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د نوموړي شرکت د پروپوزل د هرکلي ترڅنګ وویل اړتیا ده چې د برېښنا انرژي په برخه کې د هېواد د ځان بسیاینې په موخه له کورنیو سرچینو څخه ګټه پورته شي.

همدارنګه، د غور والي په دغه ناسته کې برېښنا انرژي ته د غور ولایت د خلکو اړتیاوې او په دې برخه کې د پانګونې فرصتونو ته اشاره وکړه او په دې برخه کې  د اوبو او انرژي وزارت او خصوصي شرکتونو د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد انرژي شرکت د 1.859 میلیارده افغانیو په پانګونې سره په پام کې لري په غور ولایت کې  ۳۰ میګاواټه برېښنا له اوبېزو، بادي او لمریزو سرچینو څخه تولید کړي او تر دې مخکې یې خپل پروپوزل د اوبو او انرژي وزارت ته سپارلی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu