د انرژي معینیت اونیزه تخنیکي او اداري ناسته ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۵:۴۶
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت د غونډو وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز تر مشري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر نورو تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د برېښنا انرژي په سکتور کې د شته ستونزو د پیژندلو او د نوموړو ستونزو د هوارولو په موخه د وړاندیز شویو حل لارو د طرحې په هکله د یو پرزنتیشن په بڼه اړین معلومات وړاندې شول او د بحث او اندونو تر تبادلې وروسته د نوموړې طرحې د وروستي کولو او عملي کولو په تړاو اړینې پریکړې وشوې.

همدارنګه د غونډې په دوام کې د NTA متخصصینو د کاري کړنلارې او د انرژي معینیت د یو شمیر نورو تخنیکي او اداري موضوعاتو په هکله بحث ترسره شو او د غونډې د غړو د اندونو له وړاندې کولو وروسته د هغو د عملي کولو په برخه کې اړین تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

بیرته تګ

User account menu