د انرژي زونونو د انسجام رئیس همکارانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۹ - ۱۳:۵۲
1

محترم مولوي حکمت الله آخندزاده د اوبو او انرژي وزارت د انرژي زونونو د انسجام د رئيس په توګه د وزارت مقام د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت د وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز له خوا همکارانو ته ور وپېژندل شو.

د وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي د انرژي زونونو د انسجام د رئيس د ورپېژندلو پر مهال په دولتي ادارو کې ادلون، بدلون یو اصل وګاڼه او په اخلاص او رښتینولي سره د چارو په پرمخ وړلو باندې یې ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې محترم مولوي حکمت الله آخندزاده تر دې مخکې د کابل برېښنا د رئيس په توګه دنده ترسره کوله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان ولایت قرغیو ولسوالي اړوند د عزیزخان کڅ بولډروال جوړونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي د تخنیکي ټیم په ملتیا د پروژې له روانو چارو څخه نظارت او ارزونه وکړه. د لیدنې پر مهال د پروژې کیفیت، تخنیکي معیارونه او د کار پرمختګ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

پکتیکا کې له لسو کلونو وروسته وچ کاریز بېرته فعال شو.

پکتیکا ولایت د ګومل ـ پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې مسؤلین وایي، د یوسف‌خېلو ولسوالي د خیربین سیمې «ګاري کاریز» چې له تېرو لسو کلونو راهیسې وچ شوی وو،  په سیمه کې د وهل شوو برمو د بندولو له. . .

بیرته تګ

User account menu