د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله د اقتصاد په وزارت کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۶:۱۹
1

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله د اقتصاد په وزارت کی له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د پایښت لرونکي انرژي د عمومي ریاست تر چتر لاندې د انرژي د مثمریت او تحفظ ریاست کارمندانو هر یو انجنیر محمد فردین هاشمی د مثمریت متخصص او انجنیر صدیق الله ځلاند د مثمریت انرژی اقتصادي کارشناس ، د پرزینټېشن په وړاندې کولو سره په بشپړه توګه د انرژي مدیریت، د انرژي د سرچینو ساتنې، چاپیریال ساتنې، د انرژي د سپما ارزښت او د سپما تګلارې اړوند معلومات ګډونوالو ته ورکړل او د یادې برنامې د وړاندې کولو موخه یې له انرژي څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه او عامه پوهاوی وباله.

د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون 20/9/1445 نېټې 13 ګڼې مصوبې دوهم بند د تحقق په موخه له پلان سره سم د اوبو او انرژي وزارت له خوا مخکې له دې په څو وزارتونو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۱
Background image

د لاندنې هریرود – هرات سیندیزې فرعي حوزې ریاست ۱۰۴۰ اصله مثمر او غیرمثمر نیالګي ووېشل

د لاندنې هریرود – هرات سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د پاشدان او سلما بندونو او د کرخ، رباط آخند، هاشمي پله، رود ګز او خرچان سټیشنونو په سیمو کې ۱۰۴۰ اصله نیالګي چې د هرات ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۳:۱۱
Background image

پکتیا ولایت کې د ۲۲ اوبو رسونې شبکو ډېټا را ټوله شوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د کابل عمومي سیندیزې حوزې ریاست د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت په شواک، ګرده څېړې او وزې ولسوالیو کې د ۲۲ اوبو رسونې شبکو ډېټا چې د دولتي او. . .

بیرته تګ

User account menu