د افغانستان لپاره د ناروي کميټه په کاپيسا ولایت کې د ۶۰ کرنیزو کانالونو د جوړولو،بیارغونې او پاکاري پروژه د "بیړنۍ خوراکي خوندیتوب پروژې" تر پوښښ لاندې راولي

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱ - ۱۱:۳۰
1

د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي انجنیر کاوه خروش د کاپيسا ولایت لپاره د ناروي کمیټې د پروژو د همغږي کوونکي سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، د کاپيسا ولایت لپاره د ناروي کمیټې د پروژو همغږي کوونکي د " بیړنۍ خوارکي خوندیتوب  پروژې" په هکله چې دغه حوزه هم پکې شامله ده، د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس ته هر اړخیزمعلومات وړاندې کړل.

د کاپیسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس په یاده لیدنه کې څرګنده کړه، چې دغه حوزه به د ۶۰ کانالونو د جوړولو، بیارغونې او پاکاري پروژه د نجراب، تګاب او آله سای ولسوالیو کې د یاد پروګرام له لارې تر پوښښ لاندې راولي او د نوموړي کمیټې له استازي سره یې په دې برخه کې د هر راز همکاري ژمنه وکړه.

همدغه راز، د کاپيسا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت له تخنیکي پلاوي سره چې یاد ولایت ته یې د صیاد ساحې د اوبو د وضعیت(اکویفر) د مطالعې په موخه سفر کړی، لیدنه وکړه.

ټاکل شوې ده، چې یاد پلاوي د ځمکې لاندې او سطحي اوبو زیرمې په کاپيسا ولایت کې د شته اسټیشنونو په پام کې نیولو سره تثبیت کړي او همدارنګه د پنجشیر سیند د اوبو سرچینو اقتصادي او ټولنیزه تحلیل ( د کاپیسا په ساحه کې) هم وټاکي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu