د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ازبکستان د انرژي پنځم نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه تاشکند ته ولاړ

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۴:۵
1

د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل پلاوی د ازبکستان د انرژي پنځم نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه چې د ۲۰۲۵ زیږدیز کال د می میاشتې له ۱۳ تر ۱۵ نیټې پورې په تاشکند کې ترسره کېږی، دغه ښار ته ولاړ.

دغه کنفرانس چې د "دوامداره انرژي لپاره د سیمه ایزې همکاري" ترسرلیک لاندې ترسره کېږي، د انرژي په برخه کې د سیمه ایزې همکاري ستراتیژیو، د پرمخ تللې انرژي بازار رامنځته کولو او شنه اقتصاد ته لېږد په هکله د اندونو د تبادلې لپاره ښه فرصت چمتو کوي.

نوموړی کنفرانس د انرژي په برخه کې د سیمه ایزې همکاري د پیاوړتیا، په ګډو پروژو کې د پانګونې لپاره د فرصتونو ارزولو، د سیمه ایزې انرژي بازار پراختیا او شنې ټکنالوژي لېږد په برخه کې د تجربو تبادلې، په مرکزي آسیا کې د برېښنا او ګاز لېږد پروژو کې ګډون او له نوې کېدو وړ انرژي څخه د ګټې اخیستنې او په اوبو او انرژي پروژو کې د ننګونو کمولو حل لارو چارو په هکله ترسره کېږي.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ګډون به د اوبیزو او انرژي پروژو کې له ازبکستان سره د دوو اړخیزو همکاریو د پراختیا، د انرژي سرچینو د مدیریت په برخه کې د سیمه ایزو هېوادونو له تجربو څخه ګټه اخیستنه او په افغانستان کې د انرژي په برخه کې د بهرنۍ پانګونې د جذب لامل شي.

د افغانستان د اوبو او انرژي سرپرست وزیر به په دغه کنفرانس کې د اړینو موضوعاتو لکه د انرژي او نوې ټکنالوژي په برخه کې د همکاریو د غوره‌والي او په دې برخه کې د شته ننګونو په هکله خبرې، اترې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې دغه کنفرانس د ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان، روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو لکه  دنړیوال اټومي انرژي آژانس او نړیوال بانک د استازو په ګډون ترسره کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

بیرته تګ

User account menu