د اسلامي اصولو پر بنسټ د صورت او سیرت د اصلاح په هکله د اوبو او انرژي په وزارت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د مسئولینو له لوري یوه غونډه ترسره شوه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۵/۱ - ۱۵:۱۶
1

یاده غونډه د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي فضل ربي، د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي ګل رحمن عارف او یو شمیر نورو مسئولینو او د یاد وزارت د ګڼ شمیر کارمندانو په ګډون ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د څارنې او ارزونې رئیس په ټولنه کې د امر باالمعروف او نهي عن المنکر د ارزښت او د یاد وزارت د موخو په هکله وینا وکړه او زیاته یې کړه چې د نوموړي وزارت موخه په ټولنه کې د سمون راوستل دی.

همدارنګه، د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د څارنې او ارزونې رئیس له امراو څخه پر اطاعت او له منکراتو څخه پر ځان ساتلو باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې ټول کارمندان باید خپل سیرت او صورت د اسلامي شریعت له اصولو سره برابر کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان ولایت قرغیو ولسوالي اړوند د عزیزخان کڅ بولډروال جوړونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي د تخنیکي ټیم په ملتیا د پروژې له روانو چارو څخه نظارت او ارزونه وکړه. د لیدنې پر مهال د پروژې کیفیت، تخنیکي معیارونه او د کار پرمختګ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

پکتیکا کې له لسو کلونو وروسته وچ کاریز بېرته فعال شو.

پکتیکا ولایت د ګومل ـ پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې مسؤلین وایي، د یوسف‌خېلو ولسوالي د خیربین سیمې «ګاري کاریز» چې له تېرو لسو کلونو راهیسې وچ شوی وو،  په سیمه کې د وهل شوو برمو د بندولو له. . .

بیرته تګ

User account menu