د ارغنداب رود له بستر څخه د جغلو، شګو او خاورو د را ایستلو له بهیر څخه څارنه وشوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۷ - ۹:۵۶
1

د کندهار ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د ارغنداب رود له بستر څخه د جغلو، شګو او خاورو د را ایستلو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو شرکتونو ته یې د نوموړي رود له بستر څخه د جغلو، شګو او خاورو د را ایستلو په هکله اړینې لارښوونې وکړې.

د یادونې وړ ده، چې په تېرو څو کلونو کې د ارغنداب رود په بېلابېلو سیمو کې په غیر اصولي او نا منظمه توګه د جغلو، شګو او خارو د را ایستلو له کبله د اوبو د ضایع کېدو ترڅنګ د رود د بستر، اوبیزو تاسیساتو، څنډو او ځمکو ته تاوانونه رسولې او د اوبو مسیر یې زیانمن کړی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۱
Background image

د لاندنې هریرود – هرات سیندیزې فرعي حوزې ریاست ۱۰۴۰ اصله مثمر او غیرمثمر نیالګي ووېشل

د لاندنې هریرود – هرات سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د پاشدان او سلما بندونو او د کرخ، رباط آخند، هاشمي پله، رود ګز او خرچان سټیشنونو په سیمو کې ۱۰۴۰ اصله نیالګي چې د هرات ولایت د. . .

بیرته تګ

User account menu