د  اوبو او انرژي وزارت ۷۵ کارمندانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۰ - ۱۵:۲۱
1

د اوبو او  انرژي وزارت ۷۵ هغو کارمندانو لپاره د ستاینلیکونو د وېش پروګرام چې د بشري سرچینو په درې ورځنې ښوونیز پروګرام کې چې د اداري پېژندنې، ادارې مراسلاتو، مقررو او د سلوک ډول کې ګډون کړی وو، د وزارت د مقام د دفتر عمومي رئيس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د مالي او اداري عمومي رئيس ښاغلي حاجي محمدالدین نیازي، د بشري سرچینو رئيس ښاغلي ملا اسدالله کاکړ، د اطلاعاتو او نشراتو رئيس ښاغلي حاجي غلام جیلاني حق پرست او د وزارت د یو شمېر نورو آمرینو په ګډون ترسره شوه.

په یاد پروګرام کې، د وزارت د مقام د عمومي دفتر رئيس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز د وزارت د کارمندانو د وړتیا د لوړولو په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او ټینګار یې وکړ چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري په شته امکاناتو باندې هڅه کوي چې د وزارت د کارمندانو وړتیا لوړه کړې.

په دې پروګرام کې، د مالي او اداري عمومي رئيس ښاغلي حاجي محمدالدین نیازي د وزارت د کارمندانو د وړتیا د لوړولو لپاره د لا زیاتو ښوونیزو پروګرامونو په جوړولو باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دا ډول پروګرامونه باید په پراخه کچه ترسره شي.

په ورته وخت کې، د اطلاعاتو او نشراتو رئيس ښاغلي حاجي غلام جیلاني حق پرست په یاد پروګرام کې د تېر حکومت له خوا د هېواد مختصصانو  ته د صلاحیت د نه ورکولو ته په ا شارې سره ټینګار وکړ چې اوس د اسلامي امارت حکومت زیاتره کاري صلاحیتونه ټولو کارمندانو ته ورکړی، ترڅو دوی وکولای شي د هېواد په آبادۍ کې د خپلو وړتیاو څخه کار واخلي. هغوی د ټولو کارمندانو څخه و غوښتل چې ورسپارل شوي دندې په ښه توګه پرمخ یوسي.

غونډه په یاد روزنیز او ظرفیت لوړولو په پروګرام کې برخه اخیستونکو کارمندانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu