تخنیکی معین د پروان او کاپیسا ولایتونو څخه لیدنه وکره!

mew-admin
جمعه ۱۳۹۹/۶/۷ - ۸:۵۹
63

د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې تخنیکي معین، انجنیر احمد ویس بصیري او ورسره مل یو شمیر ریسانو په پروان ولایت کې د وروستیو سیلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي بصیري په دي سفر کې د وروستیو سیلاب ځپلو سیمو او خلکو وضعیت څخه له نږدي وڅاره او د موجوده وضعیت په اړه یې د پروان والي ښاغلي فضل الدین عیار، د پروان فرعي سیندیزې حوزې له ریس انجنیر رفیع بهمن او د ولایت نورو مسؤلو چارواکو سره هراړخیز بحث درلود.

د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو او د سیلابونو څخه د لا ډیرو تخریباتو رامنځته کېدو مخنیوې، عملي لارو چارو په موخه د ملي پراختیا شرکت له ریس عبدالرحمن عطاش سره بحث او د نظریاتو تبادله وکړه او په دي برخه کې یې تخنیکي ټیم مؤظف کړ چي ژر تر ژره د پروان ولایت عمومي کانال هر اړخیز او دقیق مطالعات او ارزونې د ټولو اسنادو سره مل د یوې اونۍ په ترڅ کې ملي پراختیا شرکت ته وسپاري.

همداراز نوموړې د پروان ولایت فرعي سیندیزې حوزې څخه وغوښتل چي تر تهدید لاندې سیمي مشخصې او د سیلابونو مخنیوي په موخه د چکدمونو پروژو عملي کار او تطبیق په موخه سروي او دیزان چاري ترسره کړي.

کاپیسا ولایت ته سفر

د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري د کابل سیندیزې حوزې عممومي ریس آغلې انجنیر فومن فروغ، انجنیر نقیب الله فقیري د انجنیري خدماتو او اوبیزو تاسیساتو ریس او د دي ادارې ځینو نورو ریسانو په ملتیا د سیلابونو تخریباتو پیژندنې او ارزونې په موخه کاپیسا ولایت ته سفر وکړ.

د اوبو د چارو تنظیم ملي اداري تخنیکي مرستیال په دي سفر کې د کاپیسا له مرستیال والي ښاغلي عزیزالرحمن تواب او د دي ولایت له یو شمیر نورو مسولینو سره ولیدل او د موجوده وضعیت څېړلو او د سیلابونو تخریب، مخنیوي په موخه یې سره خبري اترې وکړي.

ښاغلي بصیري د سیلابونو په کنټرول کې د چکدمونو مفیدیت له نږدي ولید او د ښکتنې پنجشیر فرعي سیندیزې حوزې له ریاست څخه یې وغوښتل تر څو ټولې هغې سیمي چي د سیلابونو احتمال پکې ډیر وي ژر تر ژره سروي کړي.

نوموړې تاکید وکړ چي د چکدمونو ۱۱ پروژې چي په تدارکاتي مرحله کې قرار لري، باید ژر تر ژره په آسیب پذیره سیمو کې تطبیق شي. د یادولو ده چي د کاپیسا مرستیال والي او یو شمیر نورو محلي چارواکو د سیلابونو په کنټرول کې د چکدمونو اعمار نتیجه مؤثره وبلله او د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې څخه یې د مننې ترڅنګ له تخنیکي مرستیال څخه وغوښتل چي د سیلابونو تهدید لاندې ساحاتو کې دي د چکدمونو لا ډیري پروژې عملي کړي.

همداراز، ښاغلي بصیري اړوند چارواکو ته هدایت ورکړ چي د دي ادارې ټوله سنګینه ماشینري چي دمګړۍ هم د خلکو په خدمت کې ده، د ستونزې تر هواري پوري خپل کار ته ادامه ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu