بغلان ولایت کې د څلورو پروژو چارې د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین په شتون کې پيل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۷ - ۱۰:۳۹
1

بغلان ولایت کې د څلورو پروژو چارې چې ۱۵۰ متره استنادي دیوال د جوړولو ، رغولو او د کانالونو پاکاري پکې شامله ده د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجتبی، د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رئيس، د بغلان ولایت د مقام د دفتر رئيس او د هغه ولایت د یو شمېر نورو محلي مسؤلینو په شتون کې پرانیستل شوې او چارې یې پيل شوې.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د بغلان سیندیزې فرعي حوزې د بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه او مسؤلینو ته یې د چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره لازم هدایات ورکړل.

د یادولو وړ ده، چې د دې وزارت د اوبو معین د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې په تخار ولایت کې د نمک آب پروژې، د بدخشان ولایت د شورابک برېښنا بند او یو شمېر نورو پروژو څخه لیدنه ترسره کړې او د چارو پر چټکتیا باندې یې ټینګار کړی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu