اوبو او انرژي وزارت کې په (ورځنیو چارو کې د اوبو سپما) تر سرلیک لاندې د پوهاوي ورکولو برنامه دائره شوه

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۲:۱۱
۱

دغه برنامه د دغه وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د اوبو د تنظیم، اوبولګولو او کانالیزاسیون ریاست په همکاري د دغه وزارت د غونډو په عمومي تالار کې نن، سه شنبه، د ۱۴۰۴ هـ ل کال د لړم د میاشتې په ۲۷ نېټه ترسره شوه.

په دغه برنامه کې، د هېواد له اوبیزو سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د اوبو د بې ساري لګښت د مخنیوي په کمولو کې د کارمندانو پر رول باندې ټینګار وشو.

همدغه راز، محترم اعجاز الحق دانشیار د اوبو لګولو، اوبو رسولو او کانالیزاسیون رئيس  او نورو ویناوالو د هېواد د ځمکې لاندې اوبو کچې د اندیښنې وړ کمښت او د څښاک او کرنې اوبو پر چمتوکولو باندې د هغې پایلو ته په اشارې، په کاري چاپیریال او ورځني ژوند کې د اوبو د سپما لپاره علمي او عملي حل لارې وړاندې کړې.

د دغه ډول پوهاوي ورکولو برنامو جوړول د اوبو د سپما او ورڅخه د اغېزمنې ګټه اخیستنې په برخه کې ځانګړی ارزښت لري، ځکه چې ګډونوال پکې د اوبو سرچینو د کړکیچ د پوهېدو بر سېره، په کور او کار ځای کې د اوبو لګښت د کمولو له عملي او پلي کېدونکو لارو چارو سره پېژندګلوي مومي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu