په ارزګان ولایت کې د حسیني بند جوړولو پروژې چارې پیل شوې
۱۴۴۸/۵/۲۴ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۸/۱۴ هـ.ل
د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالي کې د حسیني بند جوړولو پروژې چارې د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریاست او یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.
د یادونې وړ ده، چې د یاد بند تخنیکي چارې د اوبو او انرژي وزارت د تخنیکي ټیم له لوري ترسره شوې او ودانیزې چارې یې نن په رسمي ډول پيل شوې.
