په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند ودانیزې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي
۱۴۴۸/۵/۶ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۲۶ هـ.ل
د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.
د یاد بند د چارو په بشپړېدو سره به شاوخوا یو میلیون متر مکعب اوبه زېرمه او د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې ترڅنګ، په غیر مستقیم ډول ۱۶۰ هکتاره ځمکه هم خړوبه شي.
د ياد بند چارې د اسلامي امارت له بودجې څخه تر تعديل وروسته، د ۱۶۵ ميليونه، ۹۸۵ زره او ۹۰۹ افغانيو په لګښت پرمخ وړل کېږي.
