په میدان وردګ ولایت کې د یوه کوچني بند جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي
۱۴۴۸/۴/۲۳هـ. ق مطابق۱۴۰۵/۷/۱۴هـ .ل
د میدان ښار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د نرخ ولسوالي اړوند د سردې سهاک کلي د کوچني بند جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.
یاد بند د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې ۱۹۰۰ متره مکعب اوبه زېرمه، موسمي اوبه کنټرول او د اوبو د ضایعاتو مخنیوی هم وشي.
