لوګر ولایت کې د شولک چکډم د جوړونې چارې د نږدې شپږ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
Wed, May 13 2026 12:20 PM
1

لوګر ولایت کې د شولک چکډم د جوړونې چارې د ۵ میلیونه، ۹۳۷ زره او ۶۶ افغانیو په لګښت د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم ډاکتر زین الله ذیدان، د لوګر سیندیزې فرعي حوزې د سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن عمرزي او یو شمېر نورو سیمه‌ایزو مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې پيل شوې.

دغه چکډم د ۹۵ متره په اوږدوالي او ۴ متره په لوړوالي سره جوړیږي، چې چارې به یې د ۵ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړې پروژه د ځمکې لاندې اوبو او کاریزونو د تغذیې او د ۳ زره متر مکعب اوبو د زېرمه کولو په موخه پلي کېږي، چې پکې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

د دغې پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیایي بودجې څخه د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

User account menu