غزني ولایت کې د سردې بند د ښي لاس عمومي کانال د بیارغونې او پاکاري چارې پيل شوې

mew-admin
Sun, Apr 19 2026 10:02 AM
1

د غزني ولایت په بنګي، مزدور کلا، سلطان باغ، رحیم خېلو او زاړه ښار په کلیو کې د سردې بند د ښي لاس عمومي کانال د بیارغونې او  پاکاري چارې د عمومي حشر له لارې پيل شوې.

د نوموړي کانال د بیارغونې او پاکاري په حشر کې په ورځني ډول ۴۰ تنه کار کوي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې په کانال کې اوبه ژوندۍ شي.

User account menu