د پروان عمومي کانال د پروژې ۱۹ کیلومتره پاکاري د نږدې ۵ سوه زره افغانيو په لګښت بشپړه شوه

mew-admin
Tue, Apr 14 2026 11:27 AM
1

د پروان عمومي کانال د پروژې ۱۹ کیلومتره پاکاري د ۴۹۲ زره او ۲۰۰ افغانیو په لګښت د غوربند چاریکار سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو تر څارنې لاندې او د دغه ریاست د ماشینري په واسطه د نوموړي کانال د اوبو ټولنې او ولایت مقام په مالي لګښت بشپړه شوه.

نوموړی کانال د ۲۴ اعشاریه ۲۱ کیلومتره اوږدوالي په درلودلو سره  د ۲۴۸۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

User account menu