د هریرود – مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس د هرات ولایت د کروندګرو له یو شمېر استازو سره وکتل

mew-admin
Sat, Feb 28 2026 10:29 AM
1

د هریرود – مرغاب سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا د ګذرې ولسوالي د کروندګرو له یو شمېر استازو سره وکتل او د هریرود له سیند څخه د اصولو خلاف شګو را اېستلو او خپل‌سرو څاګانو د کېندلو له کبله رامنځته شوې ستونزې واورېدې.

ښاغلي مستوفي آغا په دغه لیدنه کې د شګو را اېستلو پر وخت د تخنیکي او حقوقي اصولو او نورمونو پر رعایتولو باندې ټینګار وکړ.

User account menu