زابل او ارزګان  ولایتونو کې د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه او ارزونه ترسره شوه

MEW-Media
Sun, Jan 18 2026 3:13 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ سوداګریز ریاست استازي محترم انجنیر حامد یارمل او ورسره مل تخنیکي ټیم زابل او ارزګان ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه او ارزونه ترسره کړه.

همدارنګه، نوموړو مسؤلینو د زابل د اوبو او انرژي له رئيس محترم ملا عبدالکریم ذوالفقار سره هم وکتل او د نوموړې موضوع په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

User account menu