د لغمان د اوبو او انرژي رئيس د هېواد په ختیځ زون کې مېشت د یوناما له استازي سره وکتل

MEW-Media
Tue, Jan 13 2026 3:30 PM
1

د لغمان د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي شیرجان راشدي د هېواد په ختیځ زون کې مېشت د یوناما له استازي ښاغلي شاه‌ولي ایل‌بندوال سره وکتل او په لغمان ولایت کې د اوبو تأسیساتو د ساتنې، د اوبو د کمښت  ستونزو او مدیریت په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي راشدي د لغمان ولایت د اوبیز وضعیت په هکله معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د تېرو کلونو وچکالي او د امکاناتو کمښت د اوبو پر سرچینو باندې ژور اغېز کړی او د اوبیزو تأسیساتو د ساتنې په برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د نوموړي سازمان استازي د لغمان د اوبو او انرژي رئيس ته ډاډ ورکړ، چې په لغمان ولایت کې د اوبو د مدیریت او کمښت ستونزې به د یوناما له مشرتابه سره شریکې کړې، ترڅو د نوموړو ستونزو د هوارولو لپاره اغېزمنې لارې چارې ولټول شي.

User account menu