د عزیزي ګروپ شرکت له انجنیرانو سره په غزني ولایت کې د برېښنا تولید د ځای تثبیت په موخه خبرې، اترې وشوې

mew-admin
Wed, Dec 31 2025 10:45 AM
1

د غزني والي محترم الحاج ملا عبدالصمد جاوید د غزني د اوبو او انرژي رئيس او یو شمېر نورو سیمه ایزو رئيسانو په شتون کې د عزیزي ګروپ شرکت له انجنیرانو سره په هېواد کې د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا پروژې څخه د غزني ولایت لپاره د ځای تثبیت او تخنیکي ارزونې په موخه بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د غزني والي اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې له نوموړو انجنیرانو سره اړینه همکاري ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې د ۱۰ زره میګاواټه برېښنا تولید پروژې په لومړي پړاو کې د غزني ولایت لپاره د ۱۰۰ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید په پام کې نیول شوی او که اړتیا وه، دا ظرفیت به زیات شي.

User account menu