د شاهي کانال پروژې ساختماني چارو له روان بهیر څخه  لیدنه او څارنه وشوه.

mew-admin
Mon, Dec 22 2025 10:40 AM
1

د لغمان ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي شېرجان راشدي په مشرۍ تخنیکي ټیم الینګار ولسوالي کې  د شاهي کانال له روانو کارونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

په ساحه کې کندن‌ کاري او ( پي، سي، سي ) جریان لري، اړوندو مسؤلینو ته د پروژې د کارونو پر چټکوالۍ، ښه کیفیت، او د تخنیکي اصولو رعایت سپارښتنه وشوه.

شاهي کانال ۷۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۲۰ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي. اوس مهال د لومړي فاز کارونه روان دي.

User account menu