بدخشان ولایت کې د کوکچې سیند د بستر او حریم د تثبیت لړۍ پیل شوه.
د کوکچې سیند د بستر او حریم د تثبیت لپاره ټاکل شوی هیئت د بدخشان ولایت د مقام مرستیال مولوي جمال الدین حقجو، د اوبو او انرژي رئیس مولوي صبغت الله قانع، د ټولګټو چارو رئیس او د اړوندو ادارو د یو شمېر مسؤلینو په ګډون، د اسلامي امارت د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم او د ریاست الوزرا اقتصادي کمیسیون عالی مقام له لارښوونې سره سم خپل کار پیل کړ.
د دې بهیرڅخه موخه د کوکچې سیند په اوږدو کې د عامه ملکیتونو له تخریب څخه مخنیوی دی. د اوبو او انرژي وزارت د طرزالعمل له مخې، هغه ساحې چې د پانګونې وړ وي، خصوصي سکتور ته به د اجارې په ډول ورکړل شي.
همداراز، د کوکچې سیند په اوږدو کې د شګو د وینځلو شرکتونو فعالیتونه درول شوي او د هغوی د فعالیت ډول او د کار د ساحې اندازه د ارزونې لپاره اوبو او انرژي وزارت ته ولېږل شوه.
