لوګر ولایت کې د کهکشان سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د لوګر د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د کهکشان سربند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
په دغه پروژه کې چې لسګونو کسانو ته د کار زمینه چمتوې شوې، چارې یې د یو، این، ایف،اې، او موسسې په مالي لګښت د لوګر د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.
