لوګر ولایت کې د برکي برک سربند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

MEW-Media
Mon, Sep 29 2025 2:08 PM
1

د لوګر د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل ټیم د برکي برک سربند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره کیفیت په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

په نوموړې پروژه کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې او چارې یې د یو، این، اف،اي، او موسسې په مالي لګښت د لوګر د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

User account menu