د اوبو او انرژي وزارت او د عزیزي شرکت ګروپ تخنیکي مسؤلینو د یوې ناستې په ترڅ کې د اوبو او انرژي وزیر په شتون کې د خپلو فعالیتونو او پرمختګونو راپور وړاندې کړ

MEW-Media
Sun, Sep 28 2025 4:41 PM
۱

دغه ناسته د یکشنبې په ورځ ( د ۱۴۰۴ هـ‌ ل کال د تلې ۶) د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د دغه وزارت د یو شمېر رئيسانو او د عزیزي شرکت ګروپ د تخنیکي مسؤلینو په شتون کې د وزارت د مقام د ناستو په تالار کې ترسره شوه.

د ناستې په بهیر کې، د انرژي پروژو د تولید، پراختیا او لېږد د پانګونې چارو په برخه کې د دواړو لورو فعالیتونه او لاسته راوړنې تر څېړنې لاندې ونیول شوې. همدارنګه، په چارو کې د انسجام او لا همغږي، د پروژو لومړیتوب‌بندي، د اطلاعاتو د تبادلې، د عملیاتي پلان د ترتیبولو، د راپور ورکولو ناستو د ترسره کولو او له نورو اړوندو ادارو سره د همغږي ترسره کولو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي وزیر د چارو پر چټکتیا باندې په ټینګار سره، د عزیزي شرکت ګروپ مسؤلینو ته د هر راز همکاري ډاډ ورکړ او د هېواد د انرژي د ودې او پراختیا په برخه کې د دغه شرکت پانګونه حیاتي وبلله.

په ورته مهال، د عزیزي شرکت ګروپ مسؤلینو د ګډو همغږیو او همکاریو په ستایلو سره، د چارو د چټکتیا لپاره خپل چمتووالی او هوډ څرګند کړ.

د یادونې وړ ده، چې  د عزیزي شرکت ګروپ تر دې مخکې د اوبو او انرژي له وزارت سره هوکړې ته رسیدلی چې په هېواد کې د لس زره میګاواټه انرژي د تولید، پراختیا او لېږد په برخه کې پانګونه وکړي.

 

User account menu