کونړ ولایت کې د وطلي کانال چارې ۲۵ سلنه پرمخ تللې دي

MEW-Media
Sun, Aug 31 2025 4:57 PM
۱

د کونړ ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسؤولینو د دغه ولایت په چپې درې کې د وطلي کانال د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره کړه.

د نوموړي کانال د جوړېدو چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیايي بودجې څخه د ۷ میلیونه او ۸۱۷ زره او ۵۱۷ اعشاریه ۳۸ افغانیو په لګښت د یوه کورني شرکت له لوري او د کونړ ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، او چارې یې اوس مهال ۲۵ سلنه پرمخ تللې دي.

د یادولو وړ ده چې د نوموړي کانال چارې به د دریوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

User account menu