د لوګر ولایت د ولایتي انرژي کمیټې په ناسته کې د مایکروهایدرو پاور پروژو د سروې په هکله خبرې، اترې وشوې

mew-admin
Sat, Aug 09 2025 4:23 PM
1

دغه ناسته د لوګر مرستیال والي محترم مولوي محمد انور دین پرور تر مشري لاندې د لوګر د اوبو او انرژي ریاست د تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحمن او د دغې کمېټې د غړو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې،  په ازرې او خوښۍ ولسوالیو کې د مایکرو هایدرو پاور پروژو د سروې، په دغه ولایت کې د انرژي سرچینو تاسیساتو د اوسني وضعیت او د انرژي سرچینو په ځانګړې توګه په لرې پرتو ولسوالیو کې د بیارغونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

په دغه ناسته کې، ښاغلي دین پرور د نوموړې کمېټې له لوري د ترسره شوو هڅو د ملاتړ ترڅنګ، د همکاري ډاډ ورکړ.

همدارنګه، د دغې ناستې ګډونوالو د نوموړو پروژو د پلي کولو ارزښت او په نوموړو سیمو کې د برېښنا وضعیت پر ښه‌والي باندې ټنیګار وکړ او زیاته یې کړه، چې هڅې به وکړي، ترڅو د دغو پروژو د پلي کولو لپاره زمینه چمتو کړي.

User account menu