پکتیا ولایت کې د حسین خېلو بیټکې چکډم چارې کابو ۹۲ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Tue, Jul 01 2025 10:48 AM
1

د پکتیا د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د زرمت ولسوالي د حسین خېلو بیټکې چکډم د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د نوموړې پروژې چارې کابو ۹۲ سلنه پرمخ تللې او پاتې چارې به یې ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

User account menu