د اوبو او انرژي سرپرست وزير  په تاشکند کې د افغانستان له سفارت څخه لیدنه وکړه.

mew-admin
Wed, May 14 2025 7:51 PM
1

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي  سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ازبکستان په تاشکند ښار کې د افغانستان سفارت ته لاړ، او هلته یې د افغان سفیر محترم شيخ عبدالغفار بحر، د سفارت مسؤولینو، او همدارنګه یې د افغان سفير په شتون کې له یو شمېر افغان پانګه‌والو سره ناسته وکړه.

په دې لیدنه کې ښاغلي منصور د پانګه‌والو وړاندیزونه واورېدل او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت د پانګونې لپاره اړینې اسانتیاوې برابروي. نوموړي افغان سوداګر هڅولي چې د هېواد د اوبو او انرژي په برخو کې پانګونه وکړي، او ویې ویل چې اوس افغانستان د امنیت له برکته د پانګوالو لپاره یو ښه فرصت وړاندې کوي.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د خصوصي سکتور ملاتړ ته ژمن دی، او پانګه‌والو ته يې د قانوني، تخنیکي او اداري آسانتیاوو زمینه برابره کړې. دغه ناسته د ګډ تفاهم او اقتصادي همکارۍ لپاره یو ارزښتناک ګام وګڼل شو.

User account menu