د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د پاشدان بند د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د هریرود-مرغاب سیندیزې عمومي حوزې رئیس مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا او د یو شمېر نورو رئیسانو په ملتیا د هرات ولایت د پاشدان بند د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي آخندزاده د قرادادي شرکت د مسؤولینو له فعالیتونو څخه خوښي څرګنده کړه او د چارو د غوره کیفیت او چټکتیا په موخه یې اړینې لارښوونې وکړې.
د یادولو وړ ده چې د هرات ولایت د پاشدان بند پروژه یوه مهمه ملي پروژه ده او سلګونه ځایي اوسېدونکو ته یې د کار زمینه برابره کړې او په بشپړېدو سره به یې د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې مثبت بدلون رامنځته شي.