کندهار ولایت کې د یوه استنادي دېوال جوړولو پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوه

mew-admin
Thu, Jan 23 2025 12:03 PM
1

د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالي د کنډک مانده د ۲۰۰ متره استنادي دېوال جوړولو پروژه د ۱ میلیون، ۹۳۲ زره او ۸۰۸ افغانیو په لګښت پیل شوه.

د دغې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د سېلابونو له ویجاړیو څخه د مخنیوي ترڅنګ د نوموړې سیمې د خلکو ستونزې هم هوارې شي.

په نوموړې پروژه کې ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه چمتو شوې او چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د دغې پروژې چارې د ملګرو ملتونو د پراختیایي دفتر په مالي لګښت د کندهار د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

User account menu