د کابل ښار په ۲۱ ناحیه کې د برېښنا انرژي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د ارزولو چارې پیل شوی

mew-admin
Sun, Jan 19 2025 9:33 AM
1

د برېښنا انرژي د مارکیټ حقوقي رئیس محترم الحاج محمد حارث زرمتی او ورسره مل ټیم د کابل ښاروالي د ۲۱ ناحیې له رئیس حافظ حیات الله حیات سره په نوموړې ناحیه کې د برېښنا انرژي د تولید او ویش شرکتونو د چارو د قانونمند کیدو په موخه وکتل.

په دغه لیدنه کې، دواړو لورو د برېښنا مارکیټ د لا ښه تنظیم، د معیاري کودونو او سټندردونو د رعایتولو، د معیاري تعرفې د پلي کولو، د بې خطره تخنیک د رعایتولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

همدارنګه، د برېښنا انرژي خدمتونو د تنظیم عمومي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په ۲۱ ناحیه کې د برېښنا انرژي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د ارزولو چارې پیل کړې.

User account menu