په هرات ولایت کې د دوو ذخیروي بندونو د جوړولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو

MEW-Media
Sun, Jan 12 2025 3:56 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د اسحاق سدیس شرکت  له رئيس  محترم الحاج محمد حسین عثماني سره په هرات ولایت کې د تذربید او واخل ذخیروي بندونو د سروې، ډیزاین او ودانیزو چارو د پلي کولو په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

له دغه هوکړه لیک سره سم، به نوموړی شرکت  خپل فعالیتونه د نوموړو ذخیروي بندونو د سروې، ډیزاین  او پلي کولو په برخه کې پیل کړي او د اوبو او انرژي وزارت  به د هوکړه لیک له موادو سره سم له نوموړي شرکت سره همکاري وکړي.

 

User account menu