غزني ولایت کې د اوبو رسولو یوې شبکې د بیارغونې چارې د ۳۰ زره ډالرو په ارزښت پیل شوې

mew-admin
Mon, May 20 2024 4:35 PM
1

د غزني ولایت د ده یک ولسوالي د رباط کلي  د اوبو رسولو شبکې د بیار غونې چارې د ۳۰ زره آمریکایي ډالرو په ارزښت  د غزني ولایت د ولاړو اوبو ریاست تر څارنې لاندې د ډې، آر، سې موسسې په مالي لګښت پیل شوې.

د نوموړې اوبو رسولو شبکې د بیارغونې چارې به د یوې میاشتې په موده کې بشپړې او ۲۵۰۰ کورنۍ ورڅخه برخمني شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه د اوبو رسولو شبکه په ۱۹۹۷ زيږدیز کال کې د ډاکار او یو، این، ایچ، سې، آر موسسو له لوري جوړه شوې او اوسمهال یې ډیرې برخې ورانې شوې دي.

User account menu