د بغلان سیندیزې حوزې رئيس د ګرګرک له کانال څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Tue, Apr 23 2024 5:12 PM
1

د بغلان سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محب الله عادل د بغلان ولایت د ګرګرک له کانال څخه د نوموړې کانال د ستونزو د هوارولو په موخه لیدنه وکړه.

ښاغلي عادل د دغه ریاست تخنیکي ټیم ته سپارښتنه وکړه، چې  د دغه کانال د سیمې سروې ترسره او د کانال غوڅې شوې برخې د بیا رغولو لارې چارې ولټول شي.

د یادونې وړ ده، چې نوموړی کانال د ۷۰۹۵ کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.

User account menu