کنړ ولایت کې د ډمبرو چکډم چارې ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Mon, Apr 01 2024 10:41 AM
1

د کابل عمومي سیندیزې حوزې او د کنړ سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیمونو د کنړ ولایت په اسمار ولسوالي کې د ډمبرو چکډم د رغونې چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

د نوموړي چکډم چارې چې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت پرمخ وړل کېږي، ۸۰ سلنه پرمخ تللې دي او چارې به  یې د درې میاشتو په موده کې بشپړې شي .

User account menu